جانانه ستا د خپلولو طريقه نه راځي په تا د ځان قربانولو طريقه نه راځي دې ګلابي مخ ته دې ځکه هسې ځير ګورمه ددې ګلاف د ښکلولو طريقه نه راځي افغان زلمی يمه بغير له خدايه، بل ته ددې بې خوده سر د ټيټېدلو طريقه نه راځي ځان سره سل رنګه خبرې او سوچونه وکړم خو د يار مخکې د ويلو طريقه نه راځي ته يې ښکلا ته خوشحالي ته مې سکون يې د ژوند بغير له تا اوسيدلو طريقه نه راځي خاوند ه ته خو مې د خوږ زړګي نه ښه خبر يې د دعاګانو د غوښتلو طريقه نه راځي په دې خوږه ساده پښتو کې به دې ستايم هر وخت نور ما ګوهر ته د ليکلو طريقه نه راځي